ایران یو ځل بیا د افغانستان او ایران پر پوله د افغان مساپرو وژنې او ځورونې کې د ایران لاس لرل رد کړي دي.
د ایران د ملي امنیت شورا منشي علي شمخاني له افغان سیال حمدالله محب سره ټلیفوني خبرو کې ویلي دا خبر په غلط ډول د افغان رسنیو له لوري مطرح شوي، کوم چې دوی یې هم حیران کړي دي.
ایراني ځواکنو څو اونۍ وړاندې د افغانستان ۵۸ تنه وګړي چې ایران ته روان و، په پوله کې لومړی شکنجه کړل او بیا یې سیند ته وغورځول.
دا خبر زیات کورني او بهرني غبرګونونه هم درلودل، خو افغان حکومت تر اوسه له غندلو پرته کوم بل اقدام نه دی کړی.
علي شمخاني همداشان ویلي چې امریکا د افغانستان په مسله کې د دغه هیواد ګټې په پام کې نه دي نیولي او غلطه سیاسي تګلاره یې غوره کړې ده.