د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نن د چین تیانجین ښار ته ورسېد څو د شانګهای د همکاریو سازمان (SCO) په غونډه کې ګډون وکړي.
دغه سازمان چې په کې چین، روسیه، هند، پاکستان او ایران شامل دي، د لوېدیځو نړیوالو جوړښتونو پر وړاندې د بدیل په توګه ګڼل کېږي.
د اسوشیټېډپرېس د راپور له مخې، پوتین ویلي چې د شانګهای د همکاریو سازمان غونډه به د “څواړخیز نړیوال نظم” په جوړېدو کې مرسته وکړي.
په دې غونډه کې د ترکیې، ایران او هند مشران هم ګډون کوي او تمه ده چې د اوکراین جګړه او سیمهییزو مسایلو په اړه پراخ بحثونه وشي.


























