افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په کابل او ننګرهار کې د وروستیو خونړیو بریدونو پړه پر دعش ډالې اچولې ده.
که څه هم داعشیانو د ننګرهار د برید مسوولیت منلی خو د کابل د برید ادعا تر اوسه کومې ډلې نه ده کړې.
خلیلزاد په خپله ټویټر پاڼه کې همداراز لیکلي: “داعش پر ولسي خلکو دغه راز شریرو بریدونو ته پرلپسې لیوالتیا ښودلې ده، او افغانانو او نړۍ ته یو ګواښ ده. داعش-خراسان همداراز د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو تر منځ د سولې د یوه تړون مخالفت کوي، او هڅه کوي چې د عراق او سوریې په څیر فرقوي جګړه وپاروي.”
هغه همداشان ویلي د داعش دام ته د لویدلو او د سولې د ځنډولو یا ورته د خنډونو د جوړولو پر ځای، افغانان باید سره راغونډ شي چې دغه ګواښ ته ماتې ورکړي او د سولې د تاریخي فرصت پسې ورشي.
ولسمشر غني په کابل او ننګرهار کې د وروستیو ترهګریزو په غبرګون کې پر افغان ځواکونو غږ وکړ چې د وسله والو مخالفینو پر ضد تهاجمي عملیات بیا پیل کړي.