د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې، ماریا زاخارووا، ویلي چې له اسلامي امارت سره اړیکې او همکاري د سیمې د امنیت د ټینګښت، د ترهګرۍ ضد مبارزې او د نشهيي توکو د قاچاق د مخنیوي په برخه کې ځانګړی اهمیت لري.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ټینګار وکړ چې مسکو له افغانستان سره متقابلې، ګټورې او اوږدمهاله همکارۍ ته ژمن دی. هغې دا هم وویل چې د روسیې د سترې محکمې پرېکړه، چې اسلامي امارت یې د ترهګرو ډلو له نوملړ څخه وایستل، د کابل له اوسني حکومت سره د رسمي مشارکت لاره پرانسته.
زاخارووا زیاته کړه چې افغانستان د خپل ستراتیژیک جغرافیوي موقعیت له امله کولی شي د انرژۍ او زېربناوو په لویو سیمهییزو پروژو کې مهم رول ولوبوي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې همداراز وویل چې مسکو هڅه کوي له افغانستان سره خپلې فرهنګي او بشري اړیکې هم لا پیاوړې کړي.
د یادونې وړ ده چې روسیې تېره اوونۍ د افغانستان سرپرست حکومت په رسمي ډول وپېژاند.




























