په کابل کې یو شمېر دیني عالمانو د یوې غونډې په ترڅ کې له وسله والو طالبانو وغوښتل چې جګړې ته د پای ټکی کېږدي.
دغه عالمان نن د سه شنبې په ورځ د کابل عیدګاه جومات کې را غونډ شوي و.
دوی له طالبانو وغوښتل چې نور دې د پرديو په لمسون خلک نه وژني او د سولې لاره دې خپله کړي, ځکه چې د دوی په وینا له یوې خوا خونړۍ جګړې او له بلې خوا د کرونا ویروس خلک سخت ځپلي دي.
دا په داسې حال کې دي چې وروستیو څو ورځو کې د جګړو شدت لا زیات شوی دی.