د هند د بهرنیو چارو وزیر، اس. جې شنکر، د پاکستان د پوځ هغه تورونه په کلکه رد کړل، چې ګواکې هند په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځیانو پر کاروان خونړي برید کې لاس لري.یاد برید تېره ورځ، د خیبر پښتونخوا شمالي وزیرستان په میرعلي سیمه کې ترسره شوی، چې پکې لږ تر لږه ۱۳ پاکستاني پوځیان وژل شوي دي. د پاکستان پوځ ویلي، برید د موټر بم له لارې ترسره شوی او مسؤلیت یې لا تر اوسه کومې ډلې نهدی منلی.
پاکستاني چارواکو تر برید وروسته پر هند د مداخلې تور پورې کړی، خو د هند د بهرنیو چارو وزیر دغه ادعاوې “بېاساس” وبللې. جې شنکر د یکشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل:
“پاکستان دې د خپلو داخلي امنیتي ستونزو پړه پر نورو وانهچوي. هند هیڅ ډول لاسوهنه نه لري، نه په پاکستاني خاوره کې، نه هم د ترهګرو له ډلو سره اړیکې لري.”
نوموړي زیاته کړه چې د “داسې ادعاوو خپرول د سیمهییز ثبات لپاره خطرناکه دي” او پاکستان باید پر شفافو تحقیقاتو تمرکز وکړي، نه پر تورونو.
په ورته وخت کې، امنیتي شنونکي وایي چې د شمالي وزیرستان ناامني له تېر یو کال راهیسې بېرته په زیاتېدو ده، او دا ډول خونړي بریدونه د سیمې د ثبات لپاره جدي ګواښ بلل کېږي.





















