په کابل ښار کې د شهزاده سرای د صرافانو بازار د کرونا ویروس د خپریدو مخنیوي په موخه د یوې اونۍ لپاره تړل کیږي.
د صرافانو ټولنې ویلي دغه مارکېټ به سر له شنبې ورځې تړلی وي.
د دغې ټولنې د ویاند په وینا دلته هره ورځ لسګونه کسان له ګاونډیو هیوادونو تر راستنیدو وروسته د پیسو راکړه ورکړه کوي.
د کابل د شهزاده صرای د ښار یو له ګڼه ګوڼې ډک مارکیټ دی.
افغانستان کې د کرونا ویروس د ناروغانو شمیر ۷۹ تنو ته رسیدلی دی.
ډيری دغه پيښې په هرات ولایت کې ثبت شوي دي، چیرته چې د تیرې شپې له دولسو بجو راهیسې ګرزبندیز لګیدلی او حکومت له خلکو غوښتي چې خپلو کورونو کې پاتې شي.
تر اوسه یو نارینه او یوه میرمنه د دې ناروغۍ له امله مړه شوي دي.