د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، چې د ایران ولس د ژور فکر، زغم او فرهنګي ارزښتونو یوه څرګنده بېلګه د هېواد دودیزې او ارزښتناکې غالۍ دي، چې د لوړې حوصلې او زړورتيا له مخې اوبدل شوې دي.
عراقچي دا څرګندونې په یوې تازه وینا کې کړي او ټینګار یې کړی، چې:
«ایران خپل تاریخي ارزښتونه پېژني، خپلواکي ته درناوی لري، او هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د ملت برخلیک وټاکي.»
هغه په خپلو څرګندونو کې د اسرایلو پر رژیم هم سختې نیوکې کړې، او ويلي يې دي:
«صهیونیستي رژیم یوازې د خپلو بادارانو تر سیوري پناه اخلي. دا رژیم هېڅ خپلواکه مشروعیت نه لري.»
د ايران د بهرنیو چارو وزیر دغه څرګندونې داسې مهال کوي، چې په سیمه کې سیاسي تاوتریخوالی زیات شوی او نړیوال فشارونه هم پر تهران روان دي.























