د پاکستان د پنجاب ایالت د ملتان ښار چارواکو ویلي چې د چناب سیند د اوبو د کچې د لوړوالي له امله د جلالپور پیرواله په سیمه کې یو مهم بند درزونه کړي او له همدې امله لسګونه کلي تر اوبو لاندې شوي دي.
چارواکي زیاتوي چې په سیمه کې بېړنی حالت اعلان شوی او د خلکو د خوندیتوب لپاره هڅې روانې دي. د راپورونو له مخې، ګڼو کورنیو د ځانونو ژغورلو په موخه د کورونو بامونو او لوړو ځایونو ته پناه وړې ده.
























