یوې هندي رسنۍ په خپل تازه راپور کې لیکلي چې د افغانستان اسلامي امارت له هند سره د لوړې کچې تعاملاتو د رامنځته کېدو ملاتړ څرګند کړی دی.
راپور د اسلامي امارت د قطر سفیر، سهیل شاهین، له قوله زیاتوي چې اړینه ده دواړه هېوادونه خپلې اړیکې لا پسې لوړ او پیاوړې کړي.
دغه هندي رسنۍ همداراز د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي، د وروستي سفر د بندیز په اړه یادونه کړې ده. د راپور له مخې، امکان شته چې هند له د ملګرو ملتونو د امنیت شورا وغواړي د متقي د سفر بندیز لېرې کړي.







































