افغان امنیتي ځواکونو په ارزګان ولایت کې ۹۲تنه ملکي وګړي د طالبانو له منګولو ایستلي دي.
کورنیو چارو وزارت وایي دغه کسان د جمعې په ورځ د ترینکوټ ښار له یوه پارکه د طالبانو له لوري نیول شوي و، چې امنیتي ځواکونو تر بیړني عملیاتو وروسته دغه کسان بیرته ازاد کړل.
په عملیاتو کې چاته کوم زیان نه دی اوښتی.