د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند، سهیل شاهین ویلي په قطر کې د طالبانو استازی ملا برادر او زلمي خلیلزاد د سولې تړون لاسلیک کیدو پر څرنګوالي غږیدلي دي.
شاهین په خپله ټویټر پاڼه باندې لیکلي چې د طالبانو سیاسي ډلې مشر او د امریکا استازي زلمي خلیلزاد سره د سولې هوکړې د لاسلیک څرنګوالي او په دوحه کې ددې هوکړې د لاسلیک په اړه خبرې کړي دي.
شاهین دا خبرې مثبتې بللي او ویلي دی چې دا خبرې به تر څو ورځو پورې دوام ولري.
په داسې حال کې چې تیره ورځ د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي و چې طالبان د تاوتریخوالي کمولو ته چمتو شوي دي.
ځینو نورو سرچینو بیا د هوکړې له لاسلیک کیدو وړاندې د اوو یا لسو ورځو اوربند د توافق خبره هم کړې ده.