د راپورونو له مخې، د پاکستان په پنجاب ایالت کې د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال د سختو ورښتونو له امله د دوو ماشومانو په ګډون ۴ تنه مړه او ۲۸ نور ټپيان شوي دي.
چارواکي وايي، دغه تلفات د کورونو د چتونو د نړېدو له امله اوښتي دي. د ژغورنې ډلې تر دې دمه ۱۱۲۲ تنه له زیانمنو سیمو ژغورلي دي.
د پنجاب د افتونو د مدیریت اداره (PDMA) وایي، په ملتان ښار کې ۱۱۳ مليمتره باران ثبت شوی، چې دا کچه په وروستیو کلونو کې بېسارې بلل کېږي.
د ورښتونو له زیاتوالي سره، چارواکو په ملتان او ځینو نورو سیمو کې بېړنی حالت اعلان کړی او خلکو ته یې د احتیاط سپارښتنه کړې ده.




















