د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولویعبدالکبیر، د پاکستان د جماعت اسلامي له یوه پلاوي سره تیره ورځ د کتنې پر مهال په پاکستان کې له افغان کډوالو سره د ناسم چلند او پوځي اقداماتو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
هغه له پاکستاني پلاوي سره په خبرو کې د تېرو څو لسیزو په اوږدو کې د پاکستان د ولس له خوا د افغان کډوالو د ملاتړ مننه وکړه، خو ټینګار یې وکړ چې وروستي پوځي اقدامات د اندېښنې وړ دي.په همدې حال کې د جماعت اسلامي پلاوي په خپلو خبرو کې د افغان او پاکستاني علماوو ترمنځ نږدې اړیکې اړینې وبللې او زیاته یې کړه چې د اسلاماباد او کابل ترمنځ د موجودو ستونزو د حل لپاره باید خبرو ته لومړیتوب ورکړل شي.
عبدالکبیر هم په ځواب کې وویل، کابل د ستونزو د حل لپاره خبرو او ډیپلوماسۍ ته لومړیتوب ورکوي.


















