نړۍوالو رسنیو راپور ورکړی چې د اسراییلو په تازه هوایي بریدونو کې د غزې په بېلابېلو سیمو کې لږ تر لږه ۷۰ کسان شهیدان شوي دي.
د رویټرز خبري اژانس د سیمهییزو روغتیايي چارواکو له قوله لیکلي، دغه بریدونه د شنبې په ورځ وشول، او ګڼ شمېر ملکیان پکې وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې، دا بریدونه په داسې حال کې شوي چې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ له اسراییل غوښتي وو چې د غزې بمبارۍ ودروي او د اوربند لپاره د خبرو ملاتړ وکړي.
ټرمپ د شنبې په ورځ په خپل ټولنیز پلیټفارم Truth Social کې لیکلي چې اسراییل د “لومړني شاتګ” هوکړه کړې او اوربند به “ژر تر ژره پلي شي”.
تمه ده چې د اوربند رسمي خبرې راتلونکې اونۍ په مصر کې پیل شي، چې د دواړو لورو د استازو ترڅنګ، د عربي هېوادونو او نړیوالو منځګړیو استازي به هم پکې برخه ولري.
سیمهییزو سرچینو ویلي، د غزې په شمالي برخو کې د ژغورنې ډلې لا هم د ویجاړیو لاندې د خلکو د راایستلو هڅې کوي.


































