د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو قطر د حماس په مالي ملاتړ تورن کړی او ویلي یې دي، چې دوحه پر دې غورځنګ «ډېر نفوذ» لري.
هغه د قطر پر وړاندې دغه څرګندونې وروسته له هغه وکړې، چې په دوحه کې د حماس د غړو پر ضد د اسراییلي هوايي بریدونو په تړاو نیوکې مطرح شوې. نتنیاهو زیاته کړه: «په ایران او قطر کې د ځينو کسانو په ګډون داسې کسان شته چې زموږ پر نظامي عملیاتو نیوکې کوي.»
د نوموړي په وینا، اسراییل غواړي د تسلیحاتو خپلواک صنعت رامنځته کړي، څو د نړۍوالو محدودیتونو پر وړاندې مقاومت وکړي.
نتنیاهو همداراز ویلي، چې د امریکا د ولسمشر له لوري سپینې ماڼۍ ته بلل شوی، څو د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې له وینا وروسته له هغه سره وګوري.






























