د اسراییل له خوا په دوحه کې د حماس غورځنګ پر مشرتابه غړو د هوايي برید تر څنګ، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د شپږ ورځني سفر په لړ کې اسراییل او بریټانیا ته روان شوی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، روبیو به د سپټمبر له ۱۳مې تر ۱۸مې لومړی اسراییل او وروسته بریټانیا ته سفر وکړي. نوموړی به په تلابیب کې له اسراییلي چارواکو سره د اسراییل – حماس جګړې، د ټولو بندیانو د خوشې کېدو، او دا چې حماس به بیا په غزه واکمن نه وي، په اړه خبرې وکړي.
مارکو روبیو د سفر له پیل مخکې په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل:
“امریکا په قطر کې د اسراییل له بریدونو خوښ نه ده، خو دغه پېښه د امریکا او اسراییل اړیکې نه شي بدلولی.”
هغه به له اسراییل وروسته بریټانیا ته ولاړ شي څو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په مشرۍ له امریکايي پلاوي سره په لندن کې یو ځای شي. په لندن کې به نوموړی له خپل بریټانوي سیالې سره د دوه اړخیزو اړیکو تر څنګ د روسیې – اوکراین جګړې، د ایران د اټومي پروګرام او په غزه کې د اوربند د هڅو په تړاو خبرې وکړي.
د یادونې وړ ده چې اسراییل د تېرې سې شنبې په ورځ په دوحه کې د حماس پر غړو بمبار وکړ. د دغه برید په غبرګون کې اروپايي ټولنې او ګڼو هېوادونو سخت اعتراض څرګند کړی او ورسره د غزې د اوربند د منځګړیتوب هڅې ځنډېدلې دي.
قطر د غزې جګړې په تړاو د منځګړیتوب یو مهم لوبغاړی بلل کېده.


































