د الجزیرې د راپور لهمخې، د اسراییلي رژیم د تازه بریدونو له امله تېره ورځ په غزه تړانګه کې لږ تر لږه ۱۱۶ فلسطینیان شهیدان شوي دي.
راپور زیاتوي چې ۳۸ تنه له دې جملې هغه مهال په نښه شوي، چې د بشري مرستو د ترلاسه کولو لپاره د مرستو رسولو مرکزونو ته راټول شوي وو.
همداراز، د راپور پر بنسټ، یو ۳۵ ورځنی ماشوم او بل تن هم د لوږې له امله په یوه روغتون کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، چې دا د غزې ښار د بشري وضعیت د وخامت نښه بلل کېږي.
د ملکي تلفاتو زیاتوالی او د خوراکي توکو کمښت د نړيوالو بشري سازمانونو د اندېښنې وړ موضوع ګرځېدلې ده.
































