د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت اعلان کړی چې هر هغه شرکت یا انفرادي متشبث چې د سړو خونو په جوړولو پانګونه کوي، پنځه کاله مالیاتي معافیت به ترلاسه کړي.
د اقتصادي معاونیت په اعلامیه کې ویل شوي، د غزني په مرکز کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت پر ځمکه د سړې خونې او کارخونې جوړولو طرحه د ریاستالوزراء اقتصادي کمېسيون په غونډه کې تایید شوه.
سرچینه زیاتوي چې افغانستان یو کرنیز هېواد دی، خو د سړو خونو د نشتوالي، د ګاونډیو هېوادونو له خوا د موسمي تعرفو لوړولو او سوداګریزو لارو د بندېدو له امله، ملي اقتصاد او بزګران له مالي زیانونو سره مخ شوي دي.
په افغانستان کې د کرنې او مالدارۍ د تولیداتو د خونې راپورونه ښيي چې نږدې ۳۰ سلنه تازه مېوې او سبزیجات د معیاري سړو خونو د نشتوالي او د صادراتي لارو د بندېدو له امله خرابېږي.
د پانګهوالو لپاره دا نوې طرحه، د کرنیزو محصولاتو د ساتنې او صادراتو د پراختیا لپاره لوی فرصت ګڼل کېږي.


























