د کابل ولایت د نشهیي توکو او مسکراتو د مخنیوي ابتدائیه محکمې ۱۴ کسان د نشهیي ټابلیټونو (ذيکپ او ټابلیټ کا)، شیشې او چرسو د خرڅلاو او قاچاق په جرم محکوم کړي دي.
د محکمې د پرېکړې له مخې، مجرمینو ته د لسو میاشتو څخه تر درې کاله او شپږ میاشتو پورې د تنفیذي بند سزا ورکړل شوې، او ورسره له ۲۰ څخه تر ۳۹ دُرو پورې د تعزیري سزا حکم هم شوی دی.
یاده پرېکړه د سترې محکمې عالي مقام له تایید وروسته پر مجرمینو عملي شوې ده.




























