د لوګر ولایت مطبوعاتي دفتر د خبرپاڼې له مخې، تېره شپه د لوګر ولایت مرکز پل علم ښار اړوند د الوزیو په سیمه کې د هوایي ځواک لخوا یو سراچه موټر په نښه شوی چې، پکې د ازرې ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو نومول شوي ولسوال سره له پنځو نورو وسله والو ووژل شول.
په خبرپاڼه کې راغلي چې، د ازرې ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو نومول شوي ولسوال مولوي محمد الله مشهور په فاروقي الله د ۴۵ کسیزې وسله والې ډلې مشري هم په غاړه لرله او زیاتوي چې نوموړي په لوګر ولایت په ګڼوورانکارو فعالیتونو کې لاس درلود.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یوه بل را پور له مخې نن غرمه مهال د مرکز اړوند د پادخوابي شانې په سیمه کې یو تن وسله وال ووژل شو او یو بل تن ژوندی ونیول شو.