له پېښو سره د مبارزې ملي ادارې مشر، نورالدین ترابي، ویلي چې له افغانستان سره نړیوالې مرستې باید سیاسي رنګ و نه لري، بلکې یوازې د بشري مرستو پر بنسټ وي.
ترابي دغه څرګندونې تېره ورځ په کابل کې د جاپان له سفیر تاکایوشي کورومیا سره د لیدنې پر مهال کړې دي.
یادې ادارې په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د جاپان سفیر د افغانستان د ختیځو ولایتونو د وروستیو زلزلو له امله خپله خواشیني څرګنده کړې او د خپلو مرستو د دوام ژمنه یې کړې ده.
د خبرپاڼې له مخې، کورومیا ټینګار کړی چې جاپان به د افغانستان له زلزلهځپلو سره خپلې بشري مرستې جاري وساتي.
































