د پښتونخوا پولیسو نن ویلي، چې د کوهاټ ولسوالۍ په ریګي شینوخېل سیمه کې ناپېژاندو وسله والو برید کړی دی.
د پولیسو په وینا، په دغه برید کې ۷ تنه وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی. وسله وال له برید وروسته تښتېدلي دي.
پولیسو ویلي، د وژل شوو کسانو مړي روغتون ته لېږدول شوي او د پېښې په تړاو څېړنې روانې دي.






























