د قطر د لومړي وزیر سلاکار او د بهرنیو چارو وزارت ویاند هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې د اسراییل د وروستي برید له ترسره کېدو مخکې قطري چارواکو ته خبر ورکړل شوی و.
نوموړي په یوه لنډه څرګندونه کې ویلي، دغه ادعاوې «بې بنسټه» دي او ټینګار یې کړی: «له قطر سره د یوه امریکايي چارواکي ټلیفوني اړیکه د برید له ترسره کېدو سره سم نیول شوې ده.»
د قطر چارواکي زیاتوي، د اسراییل برید د دوحې پر حاکمیت ښکاره تېری دی او هېواد یې د ټولو اړینو ډیپلوماتیکو او قانوني لارو له لارې د ځواب ویلو حق ځان ته محفوظ ګڼي.






































