تر هغه وروسته چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د حماس پر وړاندې د اوربند د نوې طرحې او د بندیانو د خوشې کولو په اړه «وروستی خبرداری» ورکړ، دغه غورځنګ په یوه اعلامیه کې اعلان وکړ چې چمتو ده سمدستي د خبرو مېز ته کښیني، څو د ټولو بندیانو د خوشې کېدو په اړه خبرې وشي.
حماس په خپله اعلامیه کې ټینګار کړی چې مذاکرات هغه وخت کېدای شي عملي شي، چې «د جګړې د پای روښانه اعلان وشي، اسراییلي ځواکونه له غزې بشپړ شاتګ وکړي او د غزې د ادارې لپاره د خپلواکو فلسطینیانو یوه کمېټه جوړه شي.»
دغه غورځنګ زیاته کړې چې د اوربند د ترلاسه کولو په تړاو یې له امریکا څخه وړاندیزونه ترلاسه کړي او همدا راز له منځګړیو هېوادونو سره په پرلهپسې اړیکه کې دي څو دا وړاندیزونه په یوه هراړخیزه هوکړه بدله شي، چې د دوی غوښتنو ته ځواب ویونکی وي.
بل لور ته، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا ټینګار کړی چې د غزې د جګړې پای ته رسېدل او د حماس له لاسه د بندیانو خوشې کول د ټولو ګډه غوښتنه ده. هغه ویلي چې اسراییل د ده وړاندیزونه منلي او اوس وخت رارسېدلی چې حماس هم دغه شرطونه ومني.






















