د پاکستان د روغتیا ملي انسټیټیوټ خبر ورکړی، چې د خېبر پښتونخوا په ټانک ولسوالۍ کې د پولیو یوه تازه پېښه ثبت شوې ده. له دې سره په پاکستان کې د روان ۲۰۲۵ کال د پولیو ټولې پېښې ۲۴ ته رسېدلې دي.
د یادې ادارې په وینا، دغه پېښه د ټانک ولسوالۍ په یوه ۲۰ میاشتني ماشوم کې لیدل شوې ده.
پاکستان د نړۍ له هغو دوو هېوادونو څخه دی چې لا هم د پولیو له بشپړې لهمنځه وړلو سره نه دی توانېدلی، او د نوو پېښو ثبتېدل د دې ناروغۍ د دوام د جدي اندېښنې لامل ګرځي.




























