د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د افغانستان په ختیځ کې د مرګونې زلزلې له امله بشپړ کلي وران شوي او ډېری خلک دا مهال له سرپناه پرته شپې سبا کوي.
دغه بنسټ خبرداری ورکړی، چې ژمی په چټکۍ سره را روان دی او د بېړني ملاتړ پرته د ډېرو ژوند له جدي ګواښ سره مخ دی.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې د هوا په سړېدو سره د خلکو ژوند له لا زیاتو ستونزو سره مخامخېږي، او که پر وخت بېړنۍ مرستې ونهشي، نو د ډېرو ژوند به له خطر سره مخ شي.
ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ همداراز په افغانستان کې لوږې او بېوزلۍ ته په اشارې سره ویلي، چې سږکال د نږدې دوه نيم میلیونه کډوالو راتګ د دغه هېواد کړکېچ لاپسې ژور کړی دی.
دغه اداره پر مرستندویه بنسټونو او نړیوالې ټولنې غږ کړی، چې له ځنډ پرته د افغانستان خلکو، په ځانګړې توګه د زلزله ځپلو لاسنیوی وکړي.


























