د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د افغانستان د ختیځ د وروستیو زلزلو له اغېزمنو شویو کسانو سره به یو میلیون پونډ مرسته وکړي.
په دې وزارت خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه مالي مرسته به د عاجلو روغتیايي خدمتونو د برابرولو او د موقتي سرپناهوو د جوړولو لپاره ولګول شي، څو د زلزله ځپلو خلکو ته هرڅه ژر اړینې اسانتیاوې برابرې شي.






























