په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر علیرضا بیکدلي د اسلامي امارت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي سره په کابل کې وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لوریو د دوهاړخیزو اړیکو، سیمهییزو همکاریو، او په ځانګړي ډول د افغان مهاجرینو د ایستلو پر موضوع بحث او نظرونه تبادله کړل. د بهرنیو چارو وزیر د خبرو په پیل کې د اوربند د پلي کېدو هرکلی وکړ او غوښتنه یې وکړه چې د مهاجرینو موضوع دې د ایران له لوړپوړو چارواکو سره شریکه شي.
نوموړي وړاندیز وکړ چې د حسن همګاونډیتوب په رڼا کې، د افغان مهاجرینو د تدریجي بېرته ستنولو لپاره یو منظم او همغږی شوی میکانیزم جوړ شي، څو دواړه هېوادونه وکولای شي د یادو مهاجرینو د ستونزو او انتقال په برخه کې لازم اقدامات وکړي.
د ایران سفیر له اسلامي امارت څخه د همکارۍ او ملاتړ مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د مهاجرینو موضوع به له خپل دولت سره شریکه کړي او د حل لپاره به یې جدي هڅې وکړي.
























