نن (یکشنبه، د وږي ۹مه) له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د بشپړ وتلو څلور کاله پوره شول. د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۳۰مه نېټه د وروستي امریکايي سرتېري له وتلو سره په افغانستان کې د امریکا تر ټولو اوږده، شل کلنه جګړه پای ته ورسېده.
د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ دغه ورځ د امریکا په تاریخ کې له “شرم ډکه” ورځ بللې او د دې پېښې پړه یې د پخواني ولسمشر جو بایډن ادارې ته ور اړولې ده. ټرمپ پرلهپسې وايي چې د وتلو څرنګوالی د امریکا د نړیوال حیثیت زیانمنېدو لامل شو.




























