نن به په هېواد کې د سمنټو یوې سترې فابریکې د پرانیستې مراسم د اسلامي امارت د لوړپوړو چارواکو په شتون کې ترسره شي. د اسلامي امارت ویاند مرستیال حمدالله فطرت په خپل اکس پاڼه لیکلي، دا لومړی ځل دی چې داسې فابریکه په هېواد کې د ملي بودیجې په لګښت جوړیږي او د هېواد په اقتصادي پرمختګ کې به مهم رول ولوبوي.
د نوموړي په خبره د فابریکې ځانګړتیا دا ده چې شاوخوا ۳۰ تر ۵۰ سلنه وسایل یې د ملي پراختیا شرکت اړوند فابریکو کې دننه تولید شوي دي، چې دا د ملي تولید او اقتصادي ځان بسیاینې ښکاره نښه ګڼل کېږي.
یادې فابریکې د تولید وړتیا په ورځني ډول ۵۰۰ ټنه سمنټ ده. د دې تولید له پيل سره به افغانستان د سمنټو له اړخه د ځانبساینې پر لور یو بل ستر ګام واخلي.
























