د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، د دغه ولایت په روداتو، هسکې مېنې او چپرهار ولسوالیو کې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله لږ تر لږه پنځه تنه مړه شوي او اته نور ټپیان دي.
د ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر، بدلون قریشي، رسنیو ته ویلي چې د لومړنیو معلوماتو له مخې د سېلابونو له کبله لویې لارې، سربندونه او زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه هم له منځه تللې ده.
چارواکي زیاتوي چې د مرستندویه ټیمونو هڅې روانې دي او د زیانمنو سیمو د خلکو د ژغورنې لپاره بیړني اقدامات ترسره کېږي.





















