د اسراییلي پوځ په وینا، دوی د وروستیو ساعتونو په اوږدو کې د ایران په لوېدیځ کې هغه ځایونه په نښه کړي، چې د توغندیو د ویشتلو مرکزونه بلل کېږي.د اسراییلي پوځ لهخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه عملیات د احتمالي ګواښونو د لهمنځه وړلو په موخه ترسره شوي دي. د برید د دقیق موقعیت، تلفات یا نورو جزییاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.
بلخوا، د ایران حکومت تر اوسه په دې تړاو رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
په ورته وخت کې، د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي چې د ایران او اسراییل ترمنځ اوربند ټینګ شوی او دواړه خواوې باید د دې توافق درناوی وکړي. نوموړي خبرداری ورکړی، چې هر ډول سرغړونه به د کړکېچ د لا زیاتېدو لامل شي.
د سیمهییزو او نړیوالو څارونکو له نظره، تازه بریدونه د اوربند د برخلیک او د دواړو اړخونو پر اعتماد اغېز کولای شي.


































