د روسیې د امنیت شورا منشي سرګي شویګو د لوېدیځ استخباراتي ادارې تورنې کړې چې هڅه کوي افغانستان بېثباته کړي او د ناټو پوځي تاسیسات بېرته ورغوي.
شویګو د اګست پر ۲۹مه د «روسیسکایا ګازیتا» دولتي ورځپاڼې لپاره په یوه مقاله کې لیکلي چې مسکو غواړي له افغانستان سره خپلې اړیکې پراخې کړي، څو دا هېواد د امریکا تر شل کلنې جګړې او اشغال وروسته بېرته پر خپلو پښو ودریږي.هغه واشنګټن تورن کړی چې په افغانستان کې یې دوه ټریلیونه ډالر ولګول، خو هېواد یې ویجاړ کړ او د کوکنارو کاروبار ته یې وده ورکړه. د شویګو په خبره، د کوکنارو تولید د ۱۹۸۰مو کلونو پر مهال د مجاهدینو په واک کې د امریکا د استخباراتي ادارو په ملاتړ پراخ شو، اسلامي امارت بیا په خپله تېره واکمنۍ کې بند کړ، خو د ۲۰۰۱ کال د امریکا د یرغل وروسته د جګړهمارو ډلو له خوا بېرته پيل شو.شویګو زیاته کړې چې اسلامي امارت له ۲۰۲۱ کال بیا واکمنېدو وروسته د هیرویینو سوداګري نږدې ختمه کړې ده.
شویګو خبرداری ورکړی چې لوېدیځ ځواکونه هڅه کوي د ناټو پوځي ځواکونه بېرته سیمې ته راولي. نوموړي ټینګار وکړ چې مسکو چمتو دی د افغانستان له قانون پلي کوونکو ادارو سره د ترهګرۍ ضد مبارزې او د نشهيي توکو پر وړاندې د هڅو په برخه کې مرسته وکړي.


























