روسیې او چین جاپان ته خبرداری ورکړی چې د امریکا د منځني واټن «ټایفون» توغندیو د ځای پرځای کولو پرېکړه بېرته لغوه کړي، که نه نو د سیمې امنیتي وضعیت به له جدي ګواښونو سره مخ کړي.
ټاکل شوې ده چې امریکا راتلونکې میاشت د جاپان په پوځي ګډو تمریناتو کې یاد توغندي ځای پرځای کړي.
مسکو په څرګند ډول ویلي چې دا اقدام د روسیې پر وړاندې مستقیم ستراتیژیک ګواښ دی او که جاپان او واشنګټن له دې پرېکړې نه تېرېږي، نو روسیه به اړ شي پوځي ځواب ورکړي.
بلخوا چین هم د دې اقدام پر وړاندې خپل غبرګون څرګند کړی او ټینګار یې کړی چې جاپان باید د سولې لاره خپله کړي او د جګړې پر ځای د همکارۍ او اعتماد فضا پیاوړې کړي. بیجینګ خبرداری ورکړی چې د واشنګټن له پلانونو سره د جاپان همکاري د خپلو ګاونډیانو باور زیانمنوي.
شنونکي وایي چې د امریکا د نوو توغندیو ځای پرځای کول کولای شي د ختیځې اسیا د امنیتي توازن پر راتلونکي جدي اغېز وکړي او د پوځي سیالیو د زیاتېدو سبب شي.
































