د امریکا د منیاپولیس ښار په یوه کاتولیک ښوونځي کې وسلهوال برید شوی چې له امله یې درې ماشومان وژل شوي او لږ تر لږه ۱۷ تنه نور ټپیان دي.
چارواکي وایي، بریدګر چې رابین ویسټمن نومېږي او عمر یې ۲۰ کاله و، د کلیسا له کړکیو څخه پر هغو زدهکوونکو ډزې وکړې چې د ماس د نمانځنې پر مهال دننه ناست وو. د راپورونو له مخې، بریدګر له پېښې وروسته ځان وژنه کړې ده.
د منیاپولیس د پولیسو مشر بریان اوهارا دا برید د “بېرحمۍ او بزدلۍ” څرګندونه وبلله او ټینګار یې وکړ چې پر بېګناه ماشومانو او د نمانځنې پر ګډونوالو برید هېڅ ډول توجیه نه لري. د چارواکو په وینا، وژل شوي ماشومان د ۸ تر ۱۰ کلونو ترمنځ عمرونه لرل.






















