د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مرستیالې جویس موسویا د چهارشنبې په ورځ د امنیت شورا ته په خپل راپور کې وویل، چې د غزې په محاصره شوې سیمه کې قحطي اوس رسمي واقعیت ګرځېدلی او هره ورځ د لوږې له امله د ماشومانو او ملکي وګړو مړینې زیاتېږي. د هغې په وینا، یوازې د چهارشنبې په ورځ لس تنه د لوږې له امله مړه شوي دي.
موسویا څرګنده کړه، چې قحطي په رسمي ډول د شمالي او مرکزي غزې په برخو کې تایید شوې او تمه ده چې د سپټمبر میاشتې تر پایه د دیرالبلح او خانیونس سیمو ته هم وغځېږي.
د هغې په خبره:
«تر اوسه نیم میلیونه کسان د لوږې، بېوزلۍ او مرګ له جدي ګواښ سره مخ دي. که د مرستو مخه ونیول شي، دا شمېر به د سپټمبر تر پایه له ۶۴۰ زرو واوړي.»
ملګرو ملتونو اټکل کړی، چې لږ تر لږه ۱۳۲ زره هغه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو نه کم دي، د سختې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي، چې له دې ډلې څه باندې ۴۳ زره ماشومان ښايي په راتلونکو میاشتو کې د ژوند له مرګوني خطر سره مخ شي.
موسویا ټینګار کړی:
«دا قحطي د وچکالۍ یا طبیعي ناورین پایله نه ده، بلکې د انسان په لاس جوړ شوی ناورین دی چې د جګړې، ملکي مرګژوبلې، ویجاړۍ او جبري بېځایه کېدو له امله رامنځته شوې ده.»
د لوږې له امله د مړینو زیاتوالی
د غزې د روغتیا وزارت تایید کړې چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د لوږې او خوارځواکۍ له امله لس تنه نور مړه شوي، چې په هغوی کې دوه ماشومان هم شامل دي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، د جګړې له پیله تر اوسه پورې په غزه کې د لوږې او خوارځواکۍ له امله ۳۱۳ تنه مړه شوي، چې له دې ډلې ۱۱۹ ماشومان دي.
د مرستو پر وړاندې خنډونه
کارپوهان او مرستندویه ادارې وايي، د اسراییلو بمبار او کلکه محاصره د دې لامل شوې چې د ژغورونکو مرستو ډېره برخه غزې ته ونه رسېږي.


























