د ننګرهار د رسنیو دفتر په خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې تېره شپه د دغه ولایت د شینوارو ولسوالۍ په ٢٩مې ویالې سیمه کې د یوه ځایي اوسېدونکي پر کور دوه هوایي بریدونه شوي دي.
د برید له امله د یوې مېرمنې په ګډون څلور ماشومان ټپیان شوي او د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي. د چارواکو په وینا، د ټپیانو روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ بلل شوی دی.
په اعلامیه کې ټینګار شوی چې زیانمن شوی کس له هېڅ وسلهوالې ډلې سره تړاو نه لري.
بلخوا، ځینې نا تایید شوي راپورونه وایي چې تېره شپه د خوست ولایت د سپیـره ولسوالۍ په یوه سیمه کې هم هوایي برید ترسره شوی دی.






























