د آسترالیا لومړي وزیر آنتوني آلبانېزي نن اعلان وکړ چې دغه هېواد به د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر له کانبیرا څخه وباسي.
آلبانېزي تهران تورن کړ چې په سیدني او ملبورن ښارونو کې یې دوه «یهود ضد» بریدونه تنظیم کړي دي.
هغه همدارنګه وویل چې آسترالیا په تهران کې د خپل سفارت فعالیتونه ځنډولي او ټول دیپلوماتان یې یو درېیم هېواد ته انتقال کړي دي.
د آسترالیا لومړي وزیر زیاته کړه، د ده حکومت به د ایران د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي د یوه ترهګر سازمان په توګه اعلان هم وکړي.
































