نن له غرمې وړاندې د کورنیو چارو وزارت امنیتي غونډه د دغه وزارت وزیر خلیفه سراجالدین حقاني په مشرۍ د وزارت په مقر کې ترسره شوه.
د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع په خپل اکس پاڼه لیکلي، چې په غونډه کې د وزارت معینانو، رییسانو او د بېلابېلو ریاستونو مسؤلینو ګډون کړی و. د امنیتي مسایلو ترڅنګ د خلکو د ستونزو د حل او کورنیو چارو د بهیر د ښه والي په اړه هم مفصل بحثونه وشول.
ښاغلي قانع زیاته کړي،غونډه د کورنیو چارو وزارت د لومړي مرستیال او کفیل مولوي محمد نبي عمري د کاري راپور په وړاندې کولو سره پیل شوه. ورپسې مسؤلینو د خپلو اړوندو چارو او لاسته راوړنو په اړه راپورونه وړاندې کړل.
په پای کې، د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراجالدین حقاني د مسؤلینو د هڅو ستاینه وکړه او د خلکو د امنیت په ټینګښت یې ټینګار وکړ. نوموړي وویل چې پولیس ځواکونه باید د ولس د ریښتینو خدمتګارانو په توګه شپه او ورځ هڅه وکړي څو د خلکو باور او اعتماد لا پیاوړی شي.
























