د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوې راډیويي مرکه کې د اسرایلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ستاینه کړې او هغه یې «جنګي اتل» بللی دی. ټرمپ ټینګار کړی، چې د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا تر بریدونو وروسته هم نتنیاهو ورته دریځ درلود.
ټرمپ همداراز څرګنده کړې، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د جګړې د پای ته رسولو لپاره د یوې غونډې پلان لري. هغه زیاته کړې: «دغه وژنه باید پای ته ورسېږي.»




































