د اوکراین چارواکو ویلي، که له روسیې سره د سولې هوکړه وشي، نو کېیف به د امریکا د امنیتي ضمانتونو په بدل کې د اروپايي ټولنې په مالي ملاتړ له واشنګټن څخه د ۱۰۰ میلیارده ډالرو په ارزښت وسلې وپېري.
فایننشل ټایمز راپور ورکړی، چې په دې تړاو یې یو سند لیدلی دی. د سند له مخې، اوکراین ژمنه کړې چې له امریکا سره د بېپیلوټه الوتکو د تولید لپاره هم د ۵۰ میلیارده ډالرو په ارزښت بله هوکړه وکړي.
راپور زیاتوي، هغه اوکرایني شرکتونه چې د ۲۰۲۲ کال د روسیې د برید پر مهال په دې برخه کې مخکښان وو، د دغو هوکړو مهمې برخې به وي.
که څه هم په سند کې د وسلو ډول نه دی یاد شوی، خو کېیف په شفاهي توګه د لسو پاتریوت دفاعي سیستمونو غوښتنه کړې ده.
































