د خیبر پښتونخوا په صوابۍ ولسوالۍ کې سیمهییزو چارواکو ویلي، چې د سختو ورښتونو او ځمکې ښویېدنې له امله ۲۵ کسان مړه شوي او ۳۵ نور ټپیان دي.
چارواکي زیاتوي، چې د ورښتونو له کبله ګڼ کورونه نړېدلي او شاوخوا ۴۰ کسان لاهم ورک دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پښتونخوا د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې وړاندې ویلي و، په ټول ایالت کې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له کبله د مړو شمېر ۳۵۰ کسانو ته رسېدلی دی.
دغه راز په پاکستان کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې اداره وایي، د وروستیو سختو ورښتونو له کبله تر اوسه یوازې په پنجاب ایالت کې ۱۶۴ کسان مړه شوي چې له دې ډلې ۷۰ پهکې ماشومان دي.






















