د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد، له ایرانه غوښتي چې افغان مهاجرین دې په “مدني او باعزته” توګه بېرته افغانستان ته واستوي.
ښاغلي خلیلزاد دا څرګندونې د ایکس له لارې کړې او ویلي یې دي چې د هرات له پولې “د اندېښنې وړ راپورونه” ترلاسه شوي، چې پکې د ایستول شویو مهاجرینو وضعیت خراب بلل شوی دی.
هغه ټینګار کړی چې د دې وضعیت د ښه والي لپاره باید د مهاجرینو ایستل ورو شي او له ملي او نړیوالو مرستندویه بنسټونو سره همغږي وشي.
خلیلزاد زیاته کړې چې ډېری ایستل شوي کسان په افغانستان کې د اوسېدو مناسب ځای نه لري، او افغانستان هم، چې له جګړې وروسته له اقتصادي ستونزو سره مخ دی، نشي کولای دا زیات شمېر بېرته راستنېدونکي کسان ژر جذب کړي.

















