پاکستاني رسنیو د چارواکو په حواله راپور ورکړی چې اسلاماباد د افغانستان د سولې د پخواني استازي زلمي خلیلزاد څرګندونې رد کړې دي. خلیلزاد د اګست پر ۲۵مه او ۲۶مه د افغان کډوالو د اکاډمیک فورم غونډه “ناسم او پاروونکی” عمل بللی و.
پاکستاني چارواکو ویلي، د دغه فورم کوربتوب د دویم پړاو ډیپلوماسۍ له نړۍوالو اصولو سره سمون لري او د اسلاماباد هغه نیت څرګندوي چې غواړي رغوونکی ډیالوګ اسانه کړي، نه دا چې د بېثباتۍ فعالیتونو کې ښکېل شي.
خلیلزاد تېره ورځ پر اېکس لیکلي و چې په دې غونډه کې د اسلامي امارت مخالفینو ته بلنه ورکړل شوې چې دا کار کولی شي د وضعیت د لا پېچلي کېدو لامل شي.


































