د حوثيانو اړوند یوې رسنۍ خبر ورکړی چې د یمن د پلازمېنې صنعا په سوېل کې د برېښنا یو فابریکه د برید هدف ګرځېدلې ده.
رویټرز د المسیره ټلوېزیوني شبکې په حواله ویلي چې دا برید نن سهار ترسره شوی دی.
د صنعا اوسېدونکو ویلي چې له برید مخکې لږ تر لږه دوه درنې چاودنې په ښار کې اورېدل شوې دي.
د رویټرز د راپور له مخې، د اسراییلو پوځ په یمن کې بمباري کړې ده او ویلي یې دي چې دا د هغو بریدونو ځواب دی چې د ایران متحد حوثي وسلهوالو د اسراییلو پر لور ترسره کړي وو.
له دې وړاندې حوثيډلي د فلسطینیانو د ملاتړ په موخه د اسراییلو پر لور توغندي توغولي وو.
د امریکا متحده ایالاتو او بریتانیا هم مخکې د حوثي وسله والو پر ځینو مورچلونو عملیات ترسره کړي وو.
































