د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو، ویلي چې د ځينو لویدیځو هېوادونو له لوري د فلسطین د رسمیت پېژندنه «تر ډېره بې معنا» ده او دا پرېکړه د هغوی د داخلي پالیسیو د ملاحظاتو پایله ده.
روبیو په یوه راډیويي مرکه کې ټینګار وکړ چې بریټانیا، فرانسه، د اروپا ځینې برخې او ایرلنډ د داخلي عامه فشارونو لاندې چې «اسراییلي ضد دریځ» یې غوره کړی، دغه ګام اخیستی دی. د هغه په وینا، د سیمې راتلونکې به یوازې هغه مهال روښانه شي چې فلسطیني سیمې نور د «ترهګریزو سازمانونو» تر واک لاندې نه وي، ځکه د ده په باور، اصلي موضوع د اسراییل امنیت دی.
هغه وړاندې ویلي چې د فرانسې له لوري د فلسطین د رسمیت پېژندنې پرېکړې د نیول شویو کسانو د مبادلې طرحه له ماتې سره مخ کړه. حماس د دې پرېکړې یوه ورځ مخکې خپله د مبادلې طرحه وړاندې کړې وه، خو امریکا د فرانسوي ولسمشر امانوېل مکرون د اعلان څو ساعته وروسته له دوحې خپل مرکچیان واشنګټن ته وغوښتل.
د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر په درشل کې یو شمېر اروپايي او غیر اروپايي هېوادونو اعلان کړی چې غواړي د فلسطین هېواد په رسمیت وپېژني. فرانسه، چې د جي۷ ډلې او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دایمي غړې ده، لومړنی هېواد دی چې دا پرېکړه یې علنی کړه، او تر هغې وروسته بریټانیا، استرالیا، مالت، پرتګال او کاناډا هم ورته اعلانونه وکړل.




























