د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د جمعې په ورځ د چین، هند او د پخواني شوروي اتحاد د درېیو هېوادونو له مشرانو سره ټیلیفوني خبرې کړې دي. په دې خبرو کې هغه د امریکا سره د خپلو راتلونکو خبرو او د اوکراین د جګړې په اړه معلومات ورسره شریک کړي دي.
پوتین څو ورځې وړاندې په مسکو کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له استازي سټیو وېټکاف سره لیدلي و.
د چین ولسمشر شي جین پېنګ د امریکا او روسیې ترمنځ د خبرو هرکلی کړی، او د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د پوتین له دې اقدامه مننه کړې چې د اوکراین د وضعیت تازه جزیات یې ورسره شریک کړي دي.
پوتین همدارنګه د بېلاروس له ولسمشر الکساندر لوکاشینکو او د قزاقستان او ازبکستان له مشرانو سره هم د سیمې او نړیوالو موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.



































