د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې رسمي اعلامیې له لارې د پرتګال حکومت پرېکړه ستایلې چې غواړي د فلسطین دولت د رسمي پېژندنې پروسه د ۲۰۲۵م کال په سپتمبر میاشت کې پیل کړي.
سعودي عربستان دغه ګام یو “مثبت پرمختګ” بللی او څرګنده کړې یې ده چې دا پرېکړه د فلسطیني ولس د مشروعو حقونو ملاتړ کوي او د دوو دولتونو د حل لپاره د نړیوالو هڅو سره همغږې ده.سعودي عربستان له نړیوالې ټولنې هم غوښتي چې د فلسطین د خپلواک دولت پېژندنې په برخه کې جدي ګامونه واخلي او پر اسراییلي دولت فشار زیات کړي، څو د ۱۹۶۷م کال د پولو له مخې یو خپلواک فلسطیني دولت چې پلازمېنه یې ختیځ بیتالمقدس وي، رامنځته شي.
دا دریځ په داسې حال کې څرګند شوی چې په وروستیو میاشتو کې هسپانیا، ایرلنډ، ناروې، او سلووینیا هم د فلسطین رسمي پېژندنه اعلان کړې، چې دا بدلونونه د اسراییلي اشغال پر وړاندې نړیوال غبرګون نور هم پیاوړی کوي.
























