د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني تازه څرګنده کړې چې هېواد یې هوډ لري، د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر میاشتې په جریان کې، د ملګرو ملتونو په ۸۰مه عمومي غونډه کې فلسطین په رسمي توګه وپېژني.
کارني ویلي، چې دا پرېکړه د نړیوالو هڅو یوه مهمه برخه ده، تر څو د فلسطین د خلکو مشروع غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړل شي. نوموړي زیاته کړې چې کاناډا به د فلسطین د اصلاحاتي ژمنتیا پر بنسټ دا ګام واخلي.
د هغه په وینا، تمه ده چې فلسطیني مشرتابه به د واکمنۍ په اصلاح، له حماس پرته د ۲۰۲۶ کال د عمومي ټاکنو د ترسره کېدو او نورو اساسي اصلاحاتو لپاره عملي اقدامات وکړي.
د یادونې وړ ده چې کاناډا تر دې وړاندې د فلسطین د دولت په رسمیت پېژندلو کې له احتیاط څخه کار اخیستی و، خو د روانو نړیوالو تحولاتو په رڼا کې یې خپل دریځ ته بیاکتنه کړې.


























